اقتصادمهم خبرونه

د طالبانو او ایراني چارواکو لیدنه؛ د سوداګرۍ او ترانزیټ خبرې

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی، چې دا مهال د کاري سفر په موخه ترکیې ته تللی، له سید محمد اتابک، چې د ایران د صنعت، کان او سوداګرۍ وزیر دی، سره کتلي دي. د دې لیدنې اصلي تمرکز د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي اړیکو ته پراخوالی ورکول او د ترانزیتي لارو اغېزناک کارولو ته وده ورکول وو.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو خواوو د پخوانیو ژمنو د تعقیب او د افغان پلاوي د مِیلَک سرحدي بندر او د سیستان و بلوچستان ولایت له سیمه‌ییزو چارواکو سره د لیدنو پایلې و ارزولې. همداراز، د افغان پلاوي د وروستي سفر هند ته او د دې سفر د بهرنۍ سوداګرۍ پر اغېزو هم بحث وشو.

په دغه ناسته کې یو له مهمو بحثونو د چابهار بندر وړتیاوې وې، او دا بندر د افغانستان لپاره د وارداتو او صادراتو یو مهم اقتصادي لارې ګڼل شوې. دواړو لوریو ټینګار وکړ چې د بندر مؤثر کارولو لپاره تخنیکي او اجرایي همغږي ژر تر ژره پلي شي.

سربېره پر دې، د افغانستان له لوري ایران ته د پنبې صادراتو زیاتولو، د سوداګرو د فعالیتونو اسانتیا، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دايمي سوداګرۍ د زمینې برابرولو په اړه هم خبرې وشوې. د افغانستان د ترانزیتي لارو اړوند د اورګاډي کرایو سيالتیابه هم د دې لیدنې له مهمو موضوعاتو څخه وه.

په پای کې دواړو خواوو هوکړه وکړه چې د سوداګرۍ، د ترانزیتي لارو او د مالونو د تبادلې په برخو کې به همکاریو ته وده ورکړل شي او تخنیکي او اجرایي ناستې به په دوامداره توګه ترسره کېږي. سره له دې چې دا ډول لیدنې کولای شي د اقتصادي وضعیت په پرمختګ کې مرسته وکړي، خو د طالبانو د حکومت سیاسي بې‌ثباتي او ناپېژندل شوې مشروعیت لا هم د سیمه‌ییزو اقتصادي اړیکو پر وړاندې یوه لویه ستونزه ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button