شهباز شریف: له افغانستان سره همکاري له TTP پر ضد د طالبانو اقداماتو پورې مشروطه ده

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د یکشنبې په ورځ په اسلاماباد کې د اسلامي هېوادونو د پارلماني مشرانو په دوه ورځني کنفرانس کې وویل چې هېواد به یې یوازې هغه مهال له افغانستان سره همکاری وکړي، که طالبان د تحریک طالبان پاکستان(TTP) او نورو ترهګریزو ډلو پرضد پرېکنده ګامونه واخلي.
شریف د سولې او پرمختیا نه بېلېدونکي اړیکې ته په اشاره وویل: “سوله او ثبات د دوامداره پرمختګ اساسي بنسټونه دي، او بې له امنیته پرمختګ ناشونی دی.”
د هغه په وینا پاکستان هم د سولې ضد فعالیتونو تأثیرات تجربه کړي او د هېواد حکومت تل د خپلې ملي امنیت د دفاع لپاره هوډمن دریځ غوره کړی دی.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې وویل چې د روان میلادي کال د مې میاشتې پر مهال د نا معلومو وسلهوالو له لوري د پاکستان ختیځې پولې ته بېدلیله بریدونه شوي او تېر میاشت هم له افغانستانه دننه د وسلهوالو له خوا د پاکستان په خاوره کې پر پوستهو بریدونه شوي دي.
هغه دا بریدونه د خپلې ملي امنیت لپاره مستقیم ګواښ وباله او زیاته یې کړه چې پاکستان دغو بریدونو ته “قاطعانه او کلک” ځواب ورکړی دی.
شهباز شریف د تندلارو ډلو د مخ په زیاتیدونکي ګواښ په اړه د اندېښنې څرګندونه وکړه او وویل: “د طالبانو له خوا TTP ته دوامداره ملاتړ نه یوازې سولې ته کومه مرسته نه کوي، بلکې افغانستان له لا زیات ثبات څخه هم لیرې کوي.”
نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکاریو زمینه موجوده ده، خو دا به هغه مهال شوني وي چې طالبان مسؤلانه برخورد وکړي او د TTP په ګډون د سختدریځو ډلو پرضد جدي اقدامات ترسره کړي.
دا څرګندونې په یوه دوه ورځني نړیوال کنفرانس کې وشوې چې هدفیې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د سولې، دوامداره پرمختګ او پارلماني همکاریو پیاوړي کول وو.
یاد کنفرانس ته د آذربایجان، کینیا، ازبکستان، فلسطین، مراکش، روانډا، لایبریا، باربادوس او نیپال استازو هم ګډون کړی.
که څه هم شهباز شریف په خپلو خبرو کې طالبان د افغانستان حکومت ونوماوه، خو حقیقت دا دی چې طالبانو لا هم نړیوال مشروعیت نهدی ترلاسه کړی او د سیمې له فشارونو سره سره تراوسه پورې یې نه دي توانیدلي چې له افغانستانه د ګاونډیو هېوادونو پر ضد راپورته کیدونکي تهدیدونه کنټرول کړي.




