د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

آلمان د افغان ښځو د ایستلو احتمال رد نه کوي

د آلمان د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرینت، ویلي چې امکان لري ښځینه مهاجرینې هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته وایستل شي، او دا پرېکړه یواځې په نارینه‌و پورې محدوده نه ده. نوموړي ټینګار کړی چې د آلمان په قوانینو کې د اخراج په برخه کې د ښځې او نارینه ترمنځ توپير نشته او هر څوک چې مجرم وبلل شي، پرته له دې چې جنسیت یې څه وي، کیدی شي افغانستان ته واېستل شي.

د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې چې که څه هم تر دې دمه یوازې نارینه مهاجرین له آلمان څخه افغانستان ته لېږل شوي، خو له طالبانو سره خبرې روانې دي څو د دې پروسې د منظم پلي کېدو زمینه مساعده شي. دوبرینت وایي چې له مشورتي خبرو اترو وروسته آلمان پلان لري چې افغان مهاجرینو د ایستلو بهیر په منظمه توګه پیل کړي.

د دې بهیر په چوکات کې، آلمان له طالبانو سره چې په برلین کې د افغانستان په سفارت او په مونیخ کې په قونسلګرۍ کې استازي لري، د شړل کېدونکو مهاجرینو معلومات شریک کړي دي. د دې معلوماتو تبادله د دې لپاره کېږي چې د بېرته لېږل کېدونکو کډوالو هویت تایید شي او ډاډ ترلاسه شي چې دوی رښتیا هم د افغانستان اتباع دي.

د آلمان نوې تګلاره چې د مهاجرینو د بېرته لېږلو لړۍ اسانه کوي، د طالبانو سره نېغ په نېغه تماسونه او خبرې اترې هم رانغاړي. طالبان دوه استازي د آلمان لپاره افغان دیپلوماټیکو نمایندګیو ته منلي دي، چې دا هم د دغې تګلارې یوه برخه ده. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ته د مهاجرینو شړل، په ځانګړې توګه د طالبانو تر واک لاندې کوم چې د بشري حقونو له پراخو سرغړونو سره تورن دي، د بشري حقونو جدي اندېښنې راولاړې کړې دي. د بشري حقونو بنسټونو بیا-بیا خبرداری ورکړی چې پناه‌ غوښتونکي باید داسې هېواد ته شړل نه شي چېرته چې یې نه امنیت شته او نه هم اساسي حقوق تضمین دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button