ټولنه‌یزمهم خبرونهمهم سرلیک

د طالبانو تر واک لاندې پر ښځو د تاوتریخوالي کچه ۴۰ سلنه لوړه شوې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي نړیوالې ورځې په مناسبت تازه راپور خپور کړی، چې پکې ویل شوي د طالبانو دوه کلن واک پر مهال، د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه په پام وړ ډول لوړه شوې ده.

یوناما وايي، شمېرو ښودلې چې د دې مودې په ترڅ کې پر ښځو د تاوتریخوالي پېښې ۴۰ سلنه ډېرې شوې دي او شاوخوا ۱۴.۲ میلیونه ښځې بېړنیو مرستو او بشري ملاتړ ته اړتیا لري.

دا نړیوال سازمان همداراز خبرداری ورکړی چې هغه سیمه‌ییزې ادارې چې د ښځو له خوا رهبري کېږي، سږ کال د خپلو بودجوي بودیجې تر ۲۰ سلنه زیاتې له لاسه ورکړې دي. د منابعو دغه کمښت د ښځو ملاتړي ګڼ‌ شمېر پروژې یا لغوه کړي او یا یې درولي دي.

یوناما زیاتوي، په ټول افغانستان کې د ۴۸ ساعته ‌انټرنټي او مخابراتي خدماتو پرې کېدو موضوع ښوولې چې ښځو ته دوامداره تخنیکي او ډیجیټلي فضا ته د لاسرسي اړتیا د هغوی د امنیت، بشري کرامت او اقتصادي بقا لپاره څومره مهمه ده.

د یوناما مشره جورجت ګانیون په دغه راپور کې له طالبانو غوښتي چې پر ښځو او نجونو لګولي محدودیتونه لرې کړي او نړیوالې ټولنې ته یې خبرداری ورکړی چې باید د افغان مېرمنو د حقونو ملاتړ کم نه کړي.

یوناما، سره له سختو شرایطو، د افغان ښځو د سیاسي او ټولنیزو فشارونو پر وړاندې د هغوی صبر او مقاومت ستایلی او ویلي یې دي چې د ننګونو سره سره، افغان ښځې لا هم په کورنۍ، ټولنه او مدني ژوند کې مهم او فعال نقش لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button