مهم خبرونهنړیوال

لویدیځ هېوادونو د ايران پر ضد د اټومي آژانس شورا ته نوی پرېکړه‌ليک وړاندې کړ

د امريکا متحده ايالتونو او د اروپايي درېيو هېوادونو، يعنې فرانسه، جرمني او بريتانيا، د ايران پر وړاندې د نړېوال اټومي انرژۍ آژانس د حاکمو شورا ته د يو نوي پرېکړه‌ليک مسوده وړاندې کړې ده. په دغه مسوده کې ايران د خپلو اټومي فعاليتونو د نه‌شفافيت له امله تورن شوی او له دې هېواده غوښتنه شوې چې له آژانس سره لا زياته همکاري وکړي.

مسوده له ايران غواړي چې د آژانس پلټونکو ته دې تهام رسېدلي اټومي تأسیساتو او غني‌شوې يورانيم زېرمې ته د لاسرسي زمينه برابره کړي. همداراز له تهران څخه غوښتل شوي چې خپل اټومي پروګرام ته اړوند بشپړ معلومات آژانس ته وسپاري.

د رسنيو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې دا مسوده به د آژانس د حاکمو شورا په راتلونکې ناسته کې چې د عقرب له ۲۸مې تر ۳۰مې نېټې پورې ترسره کېږي، تر بحث او رأی‌ګیرۍ لاندې ونیول شي. ويل کېږي چې دا سند اته مادې لري، او په کې پر دې ټينګار شوی چې د ايران اټومي فعاليتونه وځنډول شي.

اروپايي تروئيکا د ايران څخه غوښتنه کړې چې د پروتوکول الحاقي پوره پلي کول بېرته پيل کړي او د نړېوالو موافقو، په ځانګړي ډول د اټومي وسلو د نه‌خپرېدو تړون، ژمنې عملي کړي. د پرېکړه‌ليک ليکوالان ادعا کوي چې آژانس په تېرو پنځو مياشتو کې د ايران اټومي مرکزونو ته لاسرسی نه‌دی موندلی او نه‌دی توانېدلی چې مؤثر باوري‌سازی ترسره کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button