امریکا د سعودي عربستان او بحرين سره د پرمختللو وسلو د پلور موافقه وکړه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سعودي عربستان او بحرين لپاره د پرمختللو وسلو د يوې مجموعې پلورل رسمي تائید کړي دي. دا پرېکړه د امريکا او د هغې د خاورمیانې له متحدينو سره د وسلو پلور د تړونونو یوه برخه بلل شوې.
د دې وزارت د رسمي راپور له مخې، اعلان شوې دا پلورنه د سعودي عربستان او بحرين د پوځونو لپاره له عصري دفاعي تجهیزاتو او راکټي سیستمونو څخه جوړه ده. ویل شوي چې د دې تړونونو موخه د دغو هېوادونو د دفاعي وړتیاوو پیاوړتیا ده، څو د احتمالي ګواښونو پر ضد ځان وساتلی شي.
دا تسلیحاتي بسته اوس د وروستي ارزونې او تصويب لپاره د امریکا کانګرس ته لېږل شوې ده، او که تصويب شي، نو د امريکايي وسلې جوړونکو کمپنیو او د سعودي عربستان او بحرين د حکومتونو ترمنځ به نظامي قراردادونه عملي شي.
د امریکا له خوا خلیجي هېوادونو ته، په ځانګړې توګه سعودي عربستان ته چې په یمن کې د جګړې مستقیم ګډون لري، د وسلو پرلهپسې پلورنه تل د بشري حقونو سازمانونو له پراخو نیوکو سره مخ شوې. سره له دې نیوکو، د ټرمپ ادارې د سیمې د واشنګټن له پخوانیو متحدینو سره د اړیکو پیاوړتیا سیاست ته دوام ورکړی دی.
په ورته مهال، افغانستان چې له پراخ امنیتي بحران سره مخ دی او خلک یې د طالبانو د ظالمانه ادارې تر فشار لاندې دي، له نړیوالې ټولنې څخه له ورته ستراتیژیکو او نظامي ملاتړونو بېبرخې پاتې شوی دی؛ یوه مسئله چې یو ځل بیا د امریکا د بهرنۍ تګلارې په دوګونو معیارونو پوښتنې راولاړې کړي دي.




